۱۹۰ تنه افغان ښځینه پولیسې د ترکیې د پولیسو د اکاډمۍ نه فارغۍ شوې

241555
۱۹۰ تنه افغان ښځینه پولیسې د ترکیې د پولیسو د اکاډمۍ نه فارغۍ شوې

د افغانستان ۱۹۰ تنو ښځینه پولیسو په ترکیه کې د ۴ میاشتو عالي زده کړو نه وروسته تیره ورځ د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د ترکیې او افغانستان ترمنځه په ۲۰۱۱ کال کې د لاسلیک شوي تړون له مخې ترکیه د افغان پولیسو د روزنې لړۍ ته دوام ورکوي.
په همدې چوکاټ کې د افغانستان ۱۹۰ تنه ښځینه پولیسې د ۴ میاشتنیو زده کړو نه وروسته تیره ورځ د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د فارغې شوې او د فراغت سندونه يي ترلاسه کړ.
ترکیه د افغانستان سره د نوموړي تړون د لاسیلکولو نه وروسته تر ننه پورې ۲۲۶۴ تنه افغان پولیس روزلي دي. همداشان د افغانستان ۱۹۰ تنو ښځینه پولیسو چې د ۲۰۱۴ کال د نوامبر په دریمه نیټه يي د ترکیې د سیواس ولایت د پولیسو په عالي مسلکي ښوونځي کې په زده کړو پیل کړی وو تیره ورځ د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغې شوې.
د افغان ښځینه پولیسو د فراغت په مراسمو کې د سیواس سرپرست والي صالح ایخان،د سیواس سرپرست ښاروال احمد اوزدمیر، د یاد شوي ولایت لوی څارنوال مراد ایرجال او د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تعلیم او تربیه د ریس مرستیال سردار محمد کوهدامني او په ترکیه کې د افغانستان عسکري اتشې ګډون کړی وو.


پدې مراسمو کې د سیواس ولایت د پولیسو د عالي او مسلکي زده کړو د ښوونځي مشر فهمي بوزداغ وویل چې افغانستان د پولیسو د استعداد او ظرفیتونو د لوړولو په موخه د یاد شوې پروژې په چوکاټ کې تر اوسه پورې ۲۱۶ تنو ښځینه پولیسو ته زده کړې ورکړي چې ۲۶ تنو د ۳ میاشتو لپاره او ۱۹۰ تنو نورو چې نن دلته حضور لري د ۴ میاشتنې زده کړې وروسته فارغې کړي دي . نوموړي فارغینو ته په خپله دنده کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.
همداشان د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت د تعلیم او تربیې مرستیال کوهدامني بیا په خپله وینا کې د افغانستان او ترکیې ترمنځه ژورو تاریخي اړیکو او ورورولۍ نه په یادونې سره وویل چې افغانستان او ترکیه دوه ورورنه هیوادونه دي چې د همدې امله افغانستان خپل پولیس ترکیې ته سپارلي دي.
نوموړي د افغان پولیسو د روزلو په برخه کې د ترکیې د مرستې او همکارۍ نه مننه وکړه.
د ویلو ده چې په نوموړو ۱۹۰ تنو پولیسو کې رویا عباس علي په لومړۍ درجې سره فارغه شوه. همداشان افغان پولیسو فراغت د سندونو د ترلاسه کولو نه وروسته لوړه وکړه.


پيوندونه:

اړوند خبرونه