امریکا د حزب اسلامي ۲ تنو غړیو د نیولو په خاطر پردوی جایزه وټاکله

240229
امریکا د حزب اسلامي ۲ تنو غړیو د نیولو په خاطر پردوی جایزه وټاکله

امریکا د حزب اسلامي د دوو تنو جګپوړو غړو د نیولو په خاطر جایزه وټاکله .
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلې دي چې هر هغه چې ته چې د حزب اسلامي د دوو تنو جګپوړو چارواکیو عبدالصبور او عبدالله نوبهار په اړه دوی ته معلومات ورکړي په عبدالصبور درې میلیونه ډالره او د عبدالله نوبهار په سر به دوه میلیونه ډالره جایزه ورکړي.
په خبر پاڼه کې راغلي دي چې عبدالصبور د چاودیدونکو توکو متخصص دی چې د ۲۰۱۳ کال کې د مې په ۱۶ نیټه په کابل کې د امریکايي ځواکونو په کتار په برید تورن دی.
د یادولو وړ ده چې پدې برید کې دوه تنه امریکايي سرتیرو او ۴ تنو ملکي قراردایانو او دوه تنه افغان ماشومانو ژوند د لاسه ورکړی وو.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې عبدالله نوبهار په ۲۰۱۲ کال کې د کابل په هوايي دګر کې ددوې ځواکونو په برید کولو تورن دی. عبدالله نوبهار پدې برید کې یو زیات شمیر بهرني وګړي وژلي وو.
د یادولو وړ ده چې امریکا ددینه وړاندې په یو شمیر طالب مشرانو د نیولو په بدل کې جایزه ټاکلې وه.


پيوندونه:

اړوند خبرونه