پنجشیر کې د واورو د اورښت له امله په لسګونو تنه مړه او لادرکه شوي

236426
پنجشیر کې د واورو د اورښت له امله په لسګونو تنه مړه او لادرکه شوي

د افغانستان په شمال کې د پنجشیر په ولایت کې د تیرو څو ورځو راهیسې د وارو د اورښت له امله ۲۶ تنه مړه او څه باندې ۳۰ تنه نور لا درکه شوي دي .
د پنجشیر سرپرست والي عبدالرحمان کبیري خبري رسنیو ته ویلي دي چې په یاد شوي ولایت کې د تیرو څو ورځو راهیسې په دومداره توګه د واورو د اورښت له امله ۲۶ تنه مړه او څه باندې ۳۰ تنه نور لا درکه شوي دي.
نوموړي ویلي دي چې د واورو د اورښت له امله په لسګونو کورونه نړیدلي دي او ډیری لارې تړل شوي دي .
کبیري ویلي دي چې شاوخوا ۲۰ تنه اوس هم په واورو کې بند پاتې دي او د ژغورنې هلې ځلې دوام لري.
کبیري د نوموړو کسانو د ژغورنې په خاطر د مرکز نه د بیړنۍ مرستې غوښتنه کړې او ویلي دي چې ځایی امکانات په واورو کې د بندو پاتو د ژغورلو او لا درکه شوو کسانو د موندولو په خاطر کافي ندي.
نوموړي په سیمه کې د لا زیاتو ځاني زیانونو رامنځته کیدو خبرداری وکړ او هر څه ژر يي د بیړنیو مرسته غوښتنه وکړه.
کبیري ویلي دي چې د تیرو څو ورځو راهیسې په ځانګړې توګه د خنج، بازارک، پریان او د ولایت په مرکزي سیمو کې بې سارې واوره وریدلې او د واورې اورښت دوام لري.
د ویلو ده چې تیره اوونۍ د بدخشان په ولایت کې هم د واورو د خویدو له امله ۲۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه