داعش: په افغانستان كې زموږ موخه د طالبانو له منځه وړل دي.

په افغانستان كې د داعش پخواني وياند عبدالقادر واحدي چې په ابو ابراهيم خراساني باندې شهرت لري د طلوع نيوز سره په مركه كې ويلي دي چې په افغانستان كې د داعش د فعاليت اصلي موخه د طالبانو له منځه وړل دي.

219803
داعش: په افغانستان كې زموږ موخه د طالبانو له منځه وړل دي.

دى وايي چې په غزني ولايت كې فساد او بې عدالتۍ دې ته اړ كړ چې د داعش سره يو ځاى شي.
د طلوع نيوز د خبر پر بنسټ واحدي چې اوسمهال په زندان كې دى وايي چې د غزني د والي لخوا د بې عدالتۍ او د دى د امكاناتو نه د ګټې اخيستلو له امله اړ شو چې وسله واخلي او غرونو ته وخيژي.
عبدالقادر واحدي پخوا په نورستان كې د طالب قوماندانو د اعدامولو ويډيو هم خپره كړې وه. واحدي پدې ويډيو كې د طالب قوماندانانو د وژلو مسوليت پر غاړه اخيستى وو. نوموړي پدې اړه وويل چې`` طالبانو د آى اېس آى په دستور خلك په شهادت ورسول او موږ د دوى ځينې قوماندان ونيول او وروسته مو اعدام كړ.`` واحدي وايي چې `` هر څوك چې د داعش پر وړاندې ودريږي په همدې سرنوشت به محكوم شي.``
په افغانستان كې د داعش د ډلې شتوالى د خلكو د او چارواكو د اندېښنې سبب شوى دى.
پخواني جهادي مشران هم د داعش كړنې د اسلامي اصولو خلاف عمل ګڼي او پرې تور لګوي چې اسلام ته زيان رسوي.
سرچينه: طلوع نيوز


پيوندونه:

اړوند خبرونه