روح الله نیکپا د نوي زیلاند نه د پنا غوښتنه وکړه
په اولمپیاتو کې د افغانستان اتل روح الله نیکپا په نوي زیلاند کې د پنا غوښتنه کړې ده .
د افغانستان د اولمپیک ملي کمیټې هم ددې خبرې پخلی کړی دی د هیواد نامتو ورزشکار د نوي زیلاند د هیواد نه د پنا غوښتنه کړې ده .
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې روح الله نیکپا د نوي زیلاند هیواد نه د سیاسي پنا په غوښتنلیک کې ادعا کړې ده چې د افغانستان د اولمپیک په ملي کمیټه کې د فساد او قومي تعصبونو له امله يي د پنا د غوښتلو پریکړه کړې. نوموړي ویلي دي چې د همدې امله يي د افغانستان د تکواندو د ملي ټیم نه استعفا کړې ده .
د بله پلوه د افغانستان د تکواندو د ملي لوبډلې یو تن چارواکي رفیع فردوس بیا خبري رسنیو ته ویلي دي چې ښاغلي نیکپا د افغانستان د تکواندو د ملي لوبډلې نه په رسمي توګه استعفا نده کړې او اوس هم غړیتوب لري.
دې چارواکي هم د نیکپا لخوا په نوي زیلاند کې د پنا غوښتولو پخلی کړی .
رفیع فردوس هم د هیواد د اولمپیک په ملي کمیټه کې د ادارې فساد له امله سر ټکولی او ویلي دي چې یو زیات شمیر زورواکان د اولمپیک په چارو کې مداخله کوي.
د یادولو وړ ده چې روح الله نیکبا د افغانستان د نامتو او اتلو تکواندوکارانو نه یو دی چې په ۲۰۰۸ کال کې د بیجینګ په اولمپیاتو کې د سپینو زرو مډال په ګټلو سره د افغانستان بیرغ په نړۍوال اولمپیک کې ورپو. همداشان نوموړي ددې سربیره په یو زیاتو شمیر نړۍوالو سیالیو کې د سروزرو مډالونه هم ګټلي او د افغانستان شمله يي لوړه کړې ده.