په جلال آباد کې چاودنه وشوه
215503
د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار په ولایت کې چاودنه وشوه .
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د جلال آباد ښار د بي بي هوا د انجونو د لیسې په مښکې چاودنه وشوه . د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې په پیښه کې د ولایتي شورا یو تن غړی ټپی شوی دی.
د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیا عبدالزي خبري رسنیو ته وویل چې د ولایتي شورا د یو تن غړي په موټر د مقناطیسي بم چاودنه وشوه چې له امله يي یو تن مړ او څلور تنه نور ټپیان شول. عبدالزي وویل چې د ولایتي شورا غړی انګیزه شینواری هم پدې پیښه کې ټپي شوی دی .
ویل کیږي د پیښې ټپیان سمدلاسه روغتون ته رسول شوي دي او د درملنې لاندې قرار لري.
د برید مسولیت چا په غاړه ندی اخیستی.