د افغانستان لپاره د تركيې تحصيلي بورسونه

د ۲۰۱۵ كال د لېسانس، ماسټرۍ او دوكتورا په سويه د تركيې د تحصيلي بورسونو لپاره د نوم ليكنې بهير فبروۍ په مياشت كې پيليږي او ټاكل شوې ده چې تر يوې مياشتې پورې به دوام وكړي.

207534
د افغانستان لپاره د تركيې تحصيلي بورسونه

د ۲۰۱۵ كال د لېسانس، ماسټرۍ او دوكتورا په سويه د تركيې د تحصيلي بورسونو لپاره د نوم ليكنې بهير فبروۍ په مياشت كې پيليږي او ټاكل شوې ده چې تر يوې مياشتې پورې به دوام وكړي.
د تركيې د بورسونو لپاره د نوم ليكنې شرايط
۱- د لېسانس د پروګرامونو لپاره د نوم ليكونكو د زېږېدو نېټه بايد د ۰۱-۰۱-۱۹۹۴ ښكته نه وي. يعنى د نوم ليكنې پرمهال د نوماند عمر بايد تر ۲۲ كلونو پورته نه وي. سربېره پر دې د لېسې د دورې د درې كلنو نمرو اوسط يې لږ تر لږه تر ۷۵ سلنې لوړ وي.
۲- د ماسټرۍ د پروګرامونو لپاره د نوم ليكونكي د زېږېدو نېټه بايد ۰۱-۰۱-۱۹۸۵ ښكته نه وي. يعنى د نوم ليكنې پرمهال د نوماند عمر بايد تر ۳۰ كلونو پورته نه وي. سربېره پر دې د لېسانس د دورې ډيپلوم بايد هم ولري.
۳ - د دوكتورا د پروګرامونو لپاره د نوم ليكونكي د زېږېدو نېټه بايد ۰۱-۰۱-۱۹۸۰ ښكته نه وي. يعنى د نوم ليكنې پرمهال د نوماند عمر بايد تر ۳۵ كلونو پورته نه وي. سربېره پر دې د ماسټرۍ د دورې ډيپلوم بايد هم ولري.
۴- داسې روغتيايي ستونزې و نه لري چې د نوماند د تحصيل مخنيوى وكړي.
د تركيې د تحصيلي بورسونو رسمي اكاډيميكه ژبه تركي ده. په تركيه كې هغه پوهنتونونه چې رسمي ژبه يې انګليسي يا بله ژبه وي د پورتينو اسنادو سربېره د TOEFL يا IELTS په څېر د نړيوالو آزموينو نمرې هم غواړي. پدې اړه جزييات د اړوند پوهنتون د وېبپاڼې نه ترلاسه كولاى شئ.
هغو نوماندو ته لومړيتوب وركول كيږي چې د افغانستان په كانكور كې يې ګډون كړى وي او نسبتاً لومړې نمرې يې اخيستې وي.
نوم ليكنه يواځې د انټرنېټ له لارې ترسره كيږي.
كه څه هم تر اوسه پورې د نوم ليكنې اصلي بهير نه دى پيل شوى خو په تركيه كې د بورسونو د ادارې د چارواكو په وينا د نوم ليكنې بهير به په راتلونكې اونۍ كې پيل شي.
د يادولو وړ ده چې د تركيې د بورسونو په اړه به د تركيې غږ راډيو د هر اړخيزو معلوماتو د خپرولو لړۍ پيل كړي. د بورسونو د دقيقې نېټې د اعلان په صورت كې به مينه والو ته خبر وركړل شي.
هغه كسان چې غواړي د تركيې په بورسونو كې ګډون وكړي سر له همدا اوسه دې خپل اسناد پوره او سكن كړي او د نوم ليكنې نېټې ته دې انتظار وباسي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه