په لغمان کې د جنازې په مراسمو کې ځانمرګی برید وشو

201439
په لغمان کې د جنازې په مراسمو کې ځانمرګی برید وشو

د لغمان په ولایت کې د جنازې په مراسمو کې چاودنې دوه تنه مړه او څه باندې شل تنه نور ټپیان کړل.
د لغمان امنیتي سرچینو ویلي دي چې یو تن ځانمرګي برید کوونکي د جنازې په مراسمو کې چاودنه وکړه .
د بله پلوه د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک د برید پخلی کړی دی او ویلي دي چې برید د یو تن ځانمرګي برید کوونکي لخوا شوی دی .
ځواک د پولیسو لخوا د یو تن بل ځانمرګي برید کوونکي د نیولو نه هم خبر ورکړی دی.
ځواک ویلي دي چې تر اوسه څرګنده نده چې د برید اصلي هدف څوک وو. د ویلو ده چې په لغمان ولایت کې نن دا دویمه چاودنه ده چې ترسره کیږي.
د سهار په ساعتونو کې هم د لغمان د مصري قلعه په سیمه کې چاودنه وشوه چې د یو تن پولیس په ګډون ۴ تنه يي ووژل.


پيوندونه:

اړوند خبرونه