د کابینې د یو تن بل وزیر نوماندي هم رد شوه

199263
د کابینې د یو تن بل وزیر نوماندي هم رد شوه

د افغانستان ولسي جرګې د ښځو د چارو د وزارت لپاره د نجیبې ایوبي نوماندۍ رد کړه .
ولسي جرګې د نجیبه ایوبي نوماندي د رایو په اکثریت سره رد کړه. ولسي جرګې ویلي دي چې د میرمن نجیبې ایوبي نوماندي د هغه په تحصیلي سندونو کې د بعضو ستونزو له امله رد شوې ده .
په ولسي جرګه کې د نوماند وزیرانو په اسنادو د غور کمیسیون ویلي دي چې یوه اوونۍ وړاندې میرمن ایوبي د پوهنتون سند نه درلود کله چې نوموړې ولسي جرګې ته معرفي شوې وه.
همداشان نوموړې یوه اوونۍ وروسته د پوهنتون نه د فراغت سند ولسي جرګې ته وړاندې کړ چې د غور او څیړونو نه وروسته سند بیرته رد شو.
د ویلو ده چې نجیبه ایوبي د هغه ۱۱ تنو وزیرانو په کتار کې راځي چې د دوه ګونو تابعیتونو له امله رد شوي دي .


پيوندونه:

اړوند خبرونه