ملي امنيت د جنرال عبدالرازق د ترور پلان شنډ كړ.

د افغانستان د ملي امنيت ادارې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره څرګنده كړه چې هغه ځانمرګى بريد كوونكى يې نيولى دى چې غوښتل يې د كندهار ولايت د امنيې پر قوماندان جنرال عبدالرازق باندې باندې ځانمرګى بريد وكړي.

197405
ملي امنيت د جنرال عبدالرازق د ترور پلان شنډ كړ.

د افغانستان د ملي امنيت ادارې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره څرګنده كړه چې هغه ځانمرګى بريد كوونكى يې نيولى دى چې غوښتل يې د كندهار ولايت د امنيې پر قوماندان جنرال عبدالرازق باندې باندې ځانمرګى بريد وكړي. په خبرپاڼه كې راغلي دي چې بريد كوونكى چې رحمت الله نوميږي او د كندهار ولايت اوسېدونكى دى د پاكستان نه د جنرال عبدالرازق د وژلو لپاره رالېږل شوى وو. په خبرپاڼه كې ويل شوي دي چې رحمت الله په خپل جرم باندې اعتراف كړى دى. ملي امنيت د بريد كوونكي د وينا په اساس څرګندوني چې دى د افغانستان سره پولې ته څېرمه د پاكستان د چمن په سيمه كې د جبار آغا په نام د طالبانو د يو تن قوماندان لخوا روزل شوى او بيا د بريد لپاره كندهار ته لېږل شوى وو.
د يادولو وړه ده چې د كندهار د امنيې قوماندان جنرال عبدالرازق د طالبانو سره د سرسخت مخالفت باندې شهرت لري. پر نوموړي باندې پخوا هم څو ځله ځانمرګي بريدونه شوي دي خو د ټولو نه روغ رمټ ژغورل شوى دى.
پدې وروستيو كې په پلازمېنه كابل كې سربېره د هېواد په يو شمېر نورو ښارونو كې د طالبانو په بريدونو كې لږوالى تر سترګو كيږي


پيوندونه:

اړوند خبرونه