په كندهار كې چاودنه

د كندهار ولايت د پنجوايي په ولسوالۍ كې د چاودنې په پايله كې درې تنه ټپيان شول.

196711
په كندهار كې چاودنه

ددې ولايت وياند خبريالانو ته وويل چې د پنجوايي ولسوالۍ په بازار كې په يو موټرسايكل كې ځاى پر ځاى شوي چاودېدونكي مواد وچاودېدل چې په پايله كې يو تن پوليس او تنه تنه ملكي وګړي ټپيان شول.
دا چاودنه په ځايي وخت د غرمې په ۱۲ بجو ترسره شوه.
دا پداسې حال كې ده چې نن سهار د كابل ولايت د قصبې په سيمه كې هم په چاودېدونكو موادو بار يوه لارۍ وچاودېده چې په پايله كې درې تنه ټپيان شول.
تر اوسه پورې د دواړو پېښو مسووليت چا په غاړه نه دى اخيستى.


پيوندونه:

اړوند خبرونه