درې تنو نوماند وزیرانو خپل بهرني تابعیتونه ترک کړل

196366
درې تنو نوماند وزیرانو خپل بهرني تابعیتونه ترک کړل

پداسې حال کې چې د هغه ۷ تنو وزیرانو نه چې د دوه ګونو تابعیتونو د درلودو له امله د ولسي جرګې لخوا رد شوي ول ، او درې تنو د بهرنیو هیوادونو د تابعیتونو د پریښودو اړوند اسناد ولسي جرګې ته سپارلي دي ، د ولسمشر ویاند ویلي دي چې د نوموړو ۷ تنو وزیرانو پر ځای به نوې څیرې ولسي جرګې معرفي کړی شي.
د بهرنیو چارو وزارت ته نوماند وزیر صلاح الدین رباني، د کورنیو چارو وزارت ته نوماند وزیر نورالحق علومي او د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته نوماند وزیر سید سعادت نادري د بهرنیو هیوادونو د تابعیتونو د پریښودو اړوند اسناد ولسي جرګې ته سپارلي دي .
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند هم نن ددې خبرې پخلی وکړ چې د یادو شوو دریو تنو نوماند وزیرانو د بهرنیو هیوادونو د تابعیتونو د پریښودو اړوند اسناد ددوی لاسته راغلي دي.
ددې سره سم د افغانستان د ولسمشر ویاند نظیف الله سالارزي بیا ویلي دي چې د هغه ۷ تنو نوماند وزیرانو پر ځای چې دوه ګونې تابعیتونو د درلودو له امله د ولسي جرګې لخوا رد شوي ول نوې څیرې ولسي جرګې ته معرفي کړی شي.
سالارزي ویلي دي چې ولسمشر د ولسي جرګې پریکړې ته درناوی لري او هر څه ژر به یادو شوو وزارت خانو ته نوي نوماندان ولسي جرګې ته معرفي کړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه