د ملي وحدت د حکومت کابینه نن ولسي جرګې ته معرفي شوه
د افغانستان د ملي وحدت د حکومت کابینه نن ولسي جرګې ته معرفي وشوه. په پارلماني چارو کې د دولت وزیر غلام نبي فراهي نن د ملي وحدت د حکومت نوې کابینې ولسي جرګې ته په رسمي ټوګه وړاندې کړه.
د یادولو وړ ده چې دا کابینه پداسې حال کې ولسي جرګې ته معرفي کیږي چې ولسي جرګې په نوې کابینې سختې نیوکې کړي دي. د بله پلوه په نوې کابینه کې چې څه باندې لس تنه وزیران دوه ګوني تابعیتونه لري ولسي جرګې ویلي دي چې دې وزیرانو ته به د رای ورکولو نه ډډه وکړي او حتا صندوقونه به هم ورته کینښودل شي.
ولسي جرګې ویلي دي چې د راتلونکې خالي په ورځ به یادو شوو وزیرانو ته د باور د رای ورکولو په خاطر رای اچونه وکړي. د ویلو ده چې د ملي وحدت د کابینې درې تنو وار د مخه د خپلې استعفاګانې وړاندې کړي دي.
۱- د بهرنيو چارو د وزارت لپاره صلاح الدين رباني
۲- د كورنيو چارو د وزارت لپاره جنرال نورالحق علومي
۳ – د پوهنې د وزارت لپاره زلمى يونسي
۴ – د ښځو د چارو د وزارت لپاره نجيبه ايوبي
۵ – د عامې روغتيا د وزارت لپاره فيروزالدين فيروز
۶ – د عدليې د وزارت لپاره احمد سير محجور
۷ – د سوداګرۍ د وزارت لپاره سرادر محمد رحيمي
۸ – د مخابراتو د وزارت لپاره برنا رحيمي
۹ – د انرژۍ او طبعي زېرمو د وزارت لپاره محمود صيقل
۱۰ – د اقتصاد د وزارت لپاره سردار رحمان اوغلې
۱۱ – د كډوالو د ستنېدو د چارو د وزارت لپاره سيد حسين عالمي بلخي
۱۲ – د كليو د پراختيا د وزارت لپاره محمود ګل زلمى
۱۳ – د دفاع د وزارت لپاره شېر محمد كريمي
۱۴ – د ماليې د وزارت لپاره جيلاني پوپل . استعفا ورکړه.
۱۵ – د اقتصاد د وزارت لپاره شاه زمان ميوندي
۱۶ – د كار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو د وزارت لپار سادات نادري
۱۷ – د فوايد عامې د وزارت لپاره دوكتور عباس بصير
۱۸ – د ترانسپورټ د وزارت لپاره فيض الله ذكي
۱۹ – د اطلاعاتو او كلتور د وزارت لپاره آى سلطان خيري
۲۰ – د نشه ايي توكو سره د مبارزې د وزارت لپاره فيض الله كاكړ
۲۱ – د كرنې او مالدارۍ د وزارت لپاره يعقوب حيدري . استعفا ورکړه
۲۲ – د كانونو د وزارت لپاره داوود شاه صبا
۲۳ – د سرحدونو او قبايلو د چارو د وزارت لپاره قمرالدين شينوارى
۲۴ – د افغانستان بانك لپاره خليل صديق
۲۵ - د ملي امنيت د رياست لپاره رحمت الله نبيل
۲۶ – د لوړو زده كړو د وزارت لپاره خاطره افغان . استعفا ورکړه
۲۷ – د حج او اوقافو د وزارت لپاره فيض محمد عثماني