په کابل کې د ملي امنیت په کارکوونکو چاودنه وشوه

د افغانستان په پلازمینه کابل کې چاودنې یو تن مړ او درې تنه ټپیان کړ.

183172
په کابل کې د ملي امنیت په کارکوونکو چاودنه وشوه

د افغانستان په پلازمینه کابل کې چاودنې یو تن مړ او درې تنه ټپیان کړ.
د کابل د پولیسو ویاند خبري رسنیو ته وویل چې نن د سهار په ساعتونو کې د کابل د چهلستون په سړک د ملکي وګړو په کرولا ډوله موټر د مقناطیسي بم د چاودنې له امله یو تن مړ او درې تنه نور ټپیان شول.
پداسې حال کې چې د کابل پولیسو ویلي دي چې په برید کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې خو په سیمه کې عینې شاهدانو بیا ویلي دي چې برید د ملي امنیت د کارکوونکو په موټر شوی دی چې له امله يي د ملي امنیت یو تن کارکوونکی مړ او درې تنه نور ټپیان شوي دي .
د برید مسولیت هم طالبانو په غاړه اخیستی دی . د طالبانو ویاند خبري رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي دي چې نن سهار يي د چهلستون نوي سړک د ملي امنیت په کارکوونکو برید کړی او درانده ځاني زیانونونه يي اړولي دي .
د بله پلوه د افغانستان په سویل کې د هلمند ولایت د نوزاد په ولسوالۍ کې یو تن پولیس د سیمې په لوړپوړو پولیسو ډزې کړي چې له امله يي دوو تنو جګپوړو پولیسو ژوند د لاسه ورکړی دی . په برید کې ۳ تنه پولیس ټپیان شوي دي .


پيوندونه:

اړوند خبرونه