د كابينې لپاره د عبدالله لخوا د معرفي شوو كسانو لست

د افغانستان د ملي وحدت د حكومت اجرايوي ريس ډاكټر عبدالله عبدالله ته نږدې سرچينو رسنيو ته ويلي دي چې د دوى لخوا د ملي وحدت د حكومت لست تيار شوى دى.

181874
د كابينې لپاره د عبدالله لخوا د معرفي شوو كسانو لست


د آزادۍ راډيو د خبر له مخې د عبدالله عبدالله لخوا كابينې ته ۱۲ تنه وزيران معرفي شوي دي چې نومونه يې په لاندې ډول دي.
۱- د بهرنيو چارو د وزارت لپاره صلاح الدين رباني
۲- د كورنيو چارو د وزارت لپاره جنرال نورالحق علومي
۳ – د پوهنې د وزارت لپاره زلمى يونسي
۴ – د ښځو د چارو د وزارت لپاره نجيبه ايوبي
۵ – د عامې روغتيا د وزارت لپاره فيروزالدين فيروز
۶ – د عدليې د وزارت لپاره عالمي بلخي
۷ – د سوداګرۍ د وزارت لپاره سرادر محمد رحيمي
۸ – د مخابراتو د وزارت لپاره برنا رحيمي
۹ – د انرژۍ او طبعي زېرمو د وزارت لپاره محمود صيقل
۱۰ – د اقتصاد د وزارت لپاره سردار رحمان اوغلې
۱۱ – د كډوالو د ستنېدو د وزارت لپاره نصير احمد مهجور
۱۲ – د كليو د پراختيا د وزارت لپاره محمود ګل زلمى
د يادونې وړ ده چې تر اوسه پورې د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا د ۱۳ نورو وزارتونو لپاره كانديدان نه دي ټاكل شوي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه