په افغانستان کې د ترکي ځواکونو ماموریت د دوو کلونو لپاره وغځول شو

په افغانستان کې د ترکي ځواکونو د دندې نیټه د دوو کلونو نورو لپاره وغځول شوه.

180036
په افغانستان کې د ترکي ځواکونو ماموریت د دوو کلونو لپاره وغځول شو

په افغانستان کې د ترکي ځواکونو د دندې نیټه د دوو کلونو نورو لپاره وغځول شوه.
د هیواد وسله والو ځواکونو په افغانستان کې د ترکي ځواکونو د دندې د غځولو په خاطر حکومت ته وړاندیز وکړ چې د ملي شورا لخوا ومنل شو.
ملي شورا په افغانستان کې د ترکي ځواکونو د دندې نیټې د دوو کلونو نورو لپاره هم وغځوله.
پریکړه تیره ورځ د هیواد په رسمي جریده کې خپره شوه.
د یادولو وړ ده چې ترکي ځواکونه به په افغانستان کې د ناټو د ماموریت نه د ملاتړ په خاطر د دوو کلونو نورو لپاره هم خپل ماموریت ته دوام ورکړي.
د وسله والو ځواکونو په وړاندیز د ملي شورا لخوا په تصویب شوې مسودې له مخې د نورو هیوادونو وسله وال ځواکونه په افغانستان کې د ناټو په ماموریت کې د ګډون په خاطر د تګ او راتګ پر مهال په ترکیه کې پاتې کیدی شي،
د یادولو وړ ده چې د ترکیې ولسمشر، لومړي وزیر او د ملي دفاع وزیر په کراتو مراتو ویلي دي چې ترکي ځواکونه به تر هله په افغانستان کې پاتې شي چې تر کومه افغانستان ورته اړتیا ولري. ترکیه یواځې د ناټو په چوکاټ کې نه بلکې د افغانستان سره د دوستۍ او ورورولۍ د ژور اړیکو په خاطر خپل ځواکونه په افغانستان کې ساتي.
همداشان یوه لنډه موده وړاندې د کابل د حامد کرزي د نړۍوال هوايي دګر امنیتي مسولیت ترکي ځواکونو ته وسپارل شو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه