په کاپیسا کې داځل په یوې ۱۲ کلنې نجلۍ ډله ییز جنسي تیری وشو

166156
په کاپیسا کې داځل په یوې ۱۲ کلنې نجلۍ ډله ییز جنسي تیری وشو

د افغانستان د کاپیسا په ولایت کې په یوې ۱۲ کلنې نجلۍ ډله ییز جنسي تیری وشو.
د طلوع نیوز د خبر له مخې د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې اربکیانو په یوې ۱۲ کلنې نجلۍ ډله ییز جنسي تیری کړی دی.
د نوموړې ۱۲ کلنې نجلۍ پلار چې د ولسوالۍ د سپین ږیرو سره یو ځای د ولسي جرګې د ښځو د چارو کمیسیون ته راغلی وو ادعا کوله چې ۶ تنو اربکیانو ددې په لور په ډله ییزه توګه جنسي تیری کړی دی .
د نوموړې ۱۲ کلنې نجلۍ پلار عبدالبصیر وویل چې ۶ تنه اربیکانو د شپې لخوا ددوې په کور برید وکړ او په ۱۲ کلنې لورې يي ورته په ډله ییزه توګه جنسي تیری وکړ.
نوموړي چې د سترګو نه يي اوښکې جاري وې ویل چې د عدالت غوښتنه کوو او دلته د عدالت په خاطر راغلي یو.
نوموړي وویل چې زه د ولسمشر نه د عدالت او دې ظالمانو او خدا ناترسه اربکیانو ته د شدیدې سزا غوښتنه کوم. ولسمشر باید زموږ غږ واوري او زموږ فریاد ته غوږ کیږدي.
د کلي یو تن سپین ږیري وویل چې موږ اربکیانو او سیمه ییزو پولیسو نه شکایت لرو ، دوی هم زموږ په ناموس تیری کوي او هم موږ ګواښي. نوموړي زیاته کړه چې ځینې حلقې ددوې نه ملاتړ کوي.
هماشان نوموړې زیاته کړه چې دولت او ولسمشر باید زموږ فریاد واوري او پدې اړه جدي اقدام وکړي، که چیرې حکومت اقدام نکوي موږ مجبور یو چې د خپلو بیلچو او ګلنګونو سره د ځان نه دفاع وکړو او خپل غم پخپله وخورو.
نوموړي د ولسي جرګې ځیني غړي او ځیني حکومتي مقامات د نوموړو اربکیانو نه په ملاتړ تورن کړ.
د بله پلوه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي خبري رسنیو ته ویلي دي چې د نوموړې پیښې په تړاو درې تنه نیول شوي دي چې دوه تنه يی اربکیان دي.نوموړي وویل چې د پیښې په اړه څيړنې دوام لري.
د ویلو ده چې لنډه موده مخکې هم په نجراب ولسوالۍ کې په یوې ښځې ډله ییز جنسي تیری شوی وو.
د یوې میاشتې په دننه کې دا دویم ځل دی چې په یادې شوې ولسوالۍ کې په ښځو په ډله ییزه توګه جنسي تیری کیږي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه