د كابينې په اړه د عبدالله څرګندونې

عبدالله: كابينه به له ټاكل شوي وخته دمخه اعلان شي. عبدالله: كابينه به له ټاكل شوي وخته دمخه اعلان شي.

151434
د كابينې په اړه د عبدالله څرګندونې

د افغانستان د ملي وحدت د حكومت اجرايي ريس عبدالله عبدالله څرګنده كړه چې د حكومت كابينه به د ټاكل شوي وخت نه وړاندې اعلان شي. نوموړي زياته كړه چې په لومړي سر كې به د امنيتي وزارتونو وزيران ولسي جرګې ته د اعتماد د رايې د ترلاسه كولو په موخه معرفي او دوى به ژر تر ژره پخپل كار پيل و كړي.
عبدالله عبدالله چې د شانګهاى د همكارۍ د سازمان په غونډې كې د ګډون نه وروسته په كابل كې خبرې كولې وويل چې د ملي وحدت كابينه ژر تر ژره اعلان كړي.
عبدالله د نوې كابينې د غړو په تجربې او مسلكي شخصيت باندې په ټينګار سره وويل چې د كابينې په ټاكنه كې د جديت او دقت نه كار اخيستل شوى دى.
تر دې وړاندې ولسمشر اشرف غني څرګنده كړې وه چې نوې كابينه به په راتلونكو څلورو اونيو كې معرفي شي.
د بله پلوه د هېواد ولسي جرګې هم پخوا څو څو ځله له ولسمشره غوښتنه كړې وه چې د كابينې غړي دې معرفي كړي.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه