په نړۍ کې تر ټولو زیات د خطره ډک ۱۰ هیوادونه اعلان شول

146639
په نړۍ کې تر ټولو زیات د خطره ډک ۱۰ هیوادونه اعلان شول

په نړۍ کې تر ټولو زیات د خطر نه ډک ۱۰ هیوادونه اعلان شول.
د کنټرول ریسکس ادارې چې په نړۍواله کچه د خطراتو په برخه کې مشورې ورکوي د ۲۰۱۵ کال لپاره په نړۍ کې تر ټولو زیات د خطر نه ډک لس هیوادونه اعلان کړل.
د یادې شوې ادارې لخوا په جوړ شوي راپور کې راغلي دي چې په نړۍ کې د غلا ، تنظیم شوو جرمونو، غصب، فریب ، سړي تښتونې او ترهګریزو بریدونو په څیر د خطراتو په اړه د شوو څیړونو له مخې منځني افریقا جمهوریت، سومالي، افغانستان، سوریه،عراق، نایجریا، یمن، کانګو، پاکستان او فلسطین هیوادونه تر ټولو زیات خطر نه ډک او ناامنه هیوادونه دي.
همداشان نوموړې ادارې په نړۍ تر ټولو باامنه هیوادونه هم اعلان کړي دي .
په راپور کې راغلي دي چې په نړۍ کې تر ټولو باامنه هیوادونه اروپايي هیوادونه دي چې په اروپا کې بیا سویس، ناروې، دنمارک او ایسلنډ تر ټولو باامنه هیوادونه دي. همداشان جرمني او نور اروپايي هیوادونه بیا د نوموړو ۴ هیوادونو نه وروسته د نړۍ باامنه هیوادونه دي. په اروپا کې یواځې اوکراین د روان کړکیچ له امله یو اندازه ستونزمند هیواد دی.
په راپور کې راغلي دي چې په نړۍ کې د سړي تښتونې په برخه کې تر ټولو د خطره ډک هیوادونه په لاندې ډول دي.
۱ – مکسیکو   ۶ - لیبیا
۲ – هندوستان  ۷ - افغانستان
۳ – پاکستان    ۸ - بنګلادیش
۴ – عراق     ۹ - سوډان
۵ – نایجریا   ۱۰ - لبنان



پيوندونه:

اړوند خبرونه