په كابل كې ځانمرګي بريد مرګژوبله واووله.
طالبانو د بريد پړه پر غاړه واخيستله
144151
د كابل ولايت په ختيځ كې د تره خېلو د تنګي په سيمه كې د ملي اوردو د موټرو پر كاروان باندې ځانمرګى بريد شوى دى چې پكې لږ تر لږه ۷ تنه افغان سرتيري وژل شوي او او ۱۲ تنه نور ټپيان شوي دي.
د كابل د امنيې قوماندانۍ وياند حشمت ستانكزي رسنيو ته وويل چې ځانمرګي بريد كوونكي د ملي اوردو د موټرو كاروان په نښه كړى وو.
د بله پلوه طالبانو د بريد پړه پر غاړه واخيستله.