ملي امنیت په کابل کې د یو لوی ځانمرګي برید نه مخنیوی وکړ
د افغانستان د ملي استخباراتو ادارې په کابل کې یو لوی ځانمرګي برید مخنیوی وکړ.
ملي امنیت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي دي یو تن چې په کابل کې د لوی ځانمرګي برید هوډ درلود خپلې موخې ته د رسیدو نه مښکې ونیو. ملي امنیت ویلي دي چې ځانمرګی اسلام دین نومیږي او لاس په لاس نیول شوی دی . په خبرپاڼه کې راغلي دي چې برید کوونکي په لومړنیو تحقیقاتو کې ویلي دي چې په کابل کې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې د یو لوی برید هوډ درلود چې د ملي امنیت لخوا ونیول شو.
ویل کیږي نوموړی برید کوونکی د کابل په ختیځ کې د څرخي پله په سیمه کې نیول شوی دی.
د یادولو وړ ده چې د کورنیو چارو وزارت هم نن په جلال آباد کې د دوو تنو ځانمرګیو برید کوونکو د نیولو نه خبر ورکړی وو.
پدې وروستیو کې په ټول افغانستان او په ځانګړې توکه په پلازمینه کابل کې امنیتي حالات ښه پسې خراب شوي دي . طالبانو په کابل کې خپل ورانکارانه فعالتونو کچه لوړه کړې ده. په کابل کې د تیرې یوې اوونۍ په ترڅ کې څو ځانمرګي بریدونه وشول.