د ناټو د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان په مسلې خبرې کوي

د ناټو د سازمان د بهرنیو چارو وزیران په بروکسل کې غونډه کوي.

211229
د ناټو د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان په مسلې خبرې کوي

د ناټو د سازمان د بهرنیو چارو وزیران په بروکسل کې غونډه کوي.
د ویلو ده چې دا غونډه د افغانستان ، اوکراین او داعش ترهګرې ډلې په مسلو د خبرو کولو په خاطر جوړیږي. په غونډه کې د ترکیې په استازیتوب د بهرنیو چارو وزیر مولود چوش اوغلو ګډون کوي.
د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه به دوه ورځې دوام وکړي. په غونډه کې به تر ټولو زیات په افغانستان کې د ناټو د نوې ماموریت په مسلې خبرې وشي.
پدې غونډه کې به د افغانستان ولسمشر اشرف غني هم ګډون وکړي.
د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې د ناټو د سازمان نوی ماموریت د ۲۰۱۵ کال د جنوري په لومړۍ نیټې پیلیږي. ناټو په افغانستان کې د خپل نوي ماموریت پر مهال یواځې د افغان ځواکونو روزنې او سلا مشورو په خاطر ۲۸۰۰ تنه پوځیان پاتې کوي. د نوي ماموریت د پیلیدو سره به سم په پوځي عملیاتو کې ګډون ونکړي.
د یادولو وړ ده چې ناټو د روان میلادي کال تر پایه د افغانستان نه خپل ټول ځواکونه وباسي. یواځې ۲۸۰۰ تنه پوځیان به د افغان ځواکونو د روزنې په موخه پاتې کړي. د بله پلوه امریکا هم اعلان کړی وو چې د روان کال په پای کې به په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت پایته ورسوي . امریکا ویلي وو چې په افغانستان کې پاتې کیدونکي ۹۸۰۰ تنه سرتیري به یواځې د افغان ځواکونو په روزنه او سلامشورو کې مرسته وکړي ، خو یوه لنډه موده وړاندې د نوموړي هیواد ولسمشر بارک اوباما په ۲۰۱۵ کال کې هم خپلو ځواکونو ته په پوځي عملیاتو کې د ګډون اجازه ورکړه او په راتلونکې کال کې په افغانستان کې د خپلو سرتیرو د شمیرې د لوړولو پریکړه وکړه .
د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې به د روسيې او اوکراین په پولو کې د روانو ستونزو او وروستیو پیښو په مسلې هم غور وکړي.
په غونډه کې به د ناټو د دفاعي بودیجې په لوړولو خبري وشي. د ناټو د بهرنیو چار وزیران به د چار شنبې په ورځ په یوې ځانګړې ناسته کې په سوریه او عراق کې د داعش په تهدیدونو خبرې وکړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه