اشرف غني د ولايتونو لوړپوړي چارواكي بدلوي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په پام كې لري چې كندز، بادغيس، غزني، ننګرهار او هلمند د ولايتونو واليان، د امنيې قوماندانان او نور لوړپوړي چارواكي بدل كړي. پدې ډول به په ولايتونو كې اداري اصلاحات رامنځته شي.

210773

د ولسمشر وياند نظيف الله سالارزي اسوشيټېډ پرس آژانس سره په مركه كې ځرګنده كړه چې ولسمشر په پام كې لري چې اداري اصلاحات ددې ۵ ولاياتو نه پيل او بيا وروسته ټول افغانستان ته وغځوي.
د بله پلوه د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي فرانز مايكل ځرګنده كړه چې `` ولسمشر غني فكر كوي چې د افغان امنيتي ځواكونو په ليكو كې هم مهمو مهمو اصلاحاتو ته اړتيا ليدل كيږي.``
دا پداسې حال كې ده چې په افغانستان كې د واك د لېږدېدو نه راپدې خوا د هېواد امنيتي حالات ترينګلي شوي دي.
يواځې په تېرو دوو اونيو كې طالب اورپكو په پلازمېنه كابل كې لږ تر لږه لس بريدونه ترسره كړي دي چې پكې ملكي وګړو ته هم زيان رسيدلى دى.
ولسمشر اشرف غني پخوا هم څرګنده كړې وه چې د يو هر اړخيز امنيتي پلان په جوړولو سره به د هېواد امنيتي ځواكونو په لوړپوړو ليكو كې اساسي بدلون رامنځته شي. دا پلان به په راتلونكو شپږو مياشتو كې تطبيق شي.

پيوندونه:

اړوند خبرونه