په کابل کې د وزیر اکبر خان په سیمه کې په یو دفتر ډله ییز برید وش
په کابل کې د وزیر محمد اکبر خان په سیمه کې په یو دفتر ډله ییز برید ترسره شو.
ویل کیږي برید د وزیر اکبر په ۱۵ سړک کې په یو دفتر شوی دی . د کابل د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په سیمه کې نښته د دوو تنو برید کوونکو په وژلو سره پایته رسیدلې ده او سیمه د امنیتي ځواکونو د کنټرول لاندې قرار لري.
د افغانستان په پلازمینه کابل کې د وزیر محمد اکبر خان په ډیپلوماټیکه سیمه کې د چاودنې نه وروسته نښته پیل شوه.
په سیمه کې عینې شاهدانو ویلي چې د یوې زوروې چاودنې نه وروسته ډزې پيل شوې او د ۴ وړو نورو چاودنو غږونه هم اوریدلي دي.
د بله پلوه طالبانو هم د ټویټر له لارې ویلي دي چې په وزیر محمد اکبر خان کې ګډ بریدونه ترسره کړي دي.
چاودنه د کابل په وخت د ماښام په ۷ بجو او ۳۰ دقیقو رامنځته شوې ده .
د یادولو وړ ده چې نن سهار هم د څرخي پله په سړک د انګلستان د سفارت په یو موټر ځانمرګی برید وشو چې له امله يي ۵ تنه مړه او ۳۳ تنه نور ټپیان شول.
پدې چاودنه کې د انګلستان د سفارت دوو تنو کارکوونکو ژوند د لاسه ورکړی دی .