په کابل کې د انګلستان د سفارت په موټر خونریز برید وشو

207254
په کابل کې د انګلستان د سفارت په موټر خونریز برید وشو

د افغانستان په پلازمینه کابل کې د انګلستان د سفارت په موټر ځانمرګی برید وشو.
د انګلستان د سفارت ویاند ویلي دي چې په موټر کې د برید پرمهال هیڅکوم ډیپلوماټ شتون نه درلود.
د بله پلوه د افغانستان د کورنیو چارو امنیتي معنین جنرال ایوب سالنګي خبري رسنیو ته وویل چې نن د سهار په ساعتونو کې یو ځانمرګي برید کوونکي د بهرنیو وګړو په موټر ځانمرګی برید وکړ.
سالنګي ویلي دي چې برید موټر سایکل په مټ شوی دی خو یو سیمه ییزو پولیس بیا ویلي دي چې برید د موټر په مټ شوی دی .
په برید کې د پنځو تنو د وژل کیدو او څه باندې ۳۰ تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی . ویل کیږي وژل شوي او ټپیان ټول ملکي وګړي دي.
برید کابل په ختیځ د څرخي پله ته په غځیدلي سړک شوی دی . پدې سیمه کې ډیری د بهرنیو ځواکونو هډې شتون لري.
د یادولو وړ ده چې پدې وروستیو لسو ورځو کې دا څومه خونړۍ چاودنه چې په افغانستان کې رامنځته کیږي.
د افغانستان امینتي حالات پداسې حال کې ښه د خرابیدو په لورې روان دي چې د روان کال په پای کې د نوموړي هیواد نه ټول بهرني ځواکونه وځي.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه