امریکا افغانستان ته د تازو سرتیرو استولو ته تیاری نیسي

د امریکا په افغانستان کې په ۲۰۱۵ کال کې د خپلو سرتیرو شمیره لوړوي.

205780
امریکا افغانستان ته د تازو سرتیرو استولو ته تیاری نیسي

 د امریکا په افغانستان کې په ۲۰۱۵ کال کې د خپلو سرتیرو شمیره لوړوي.
د امریکا متحده ایالتونه د روان میلادي کال نه وروسته په افغانستان کې د خپلو نظامي شتوالي د لا پراخولو تیاری نیسي.
امریکا پداسې حال کې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د شمیرې د لوړولو نه خبر ورکوي چې د روان کال په پای کې په نوموړي هیواد کې د امریکا په مشرۍ د ایساف د ځواکونو ماموریت پایته رسیږي.
د روان میلادي کال تر وروستیو به په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ۱۲۵۰۰ تنو سرتیرو پرته نور ټول بهرني ځواکونه بهر شي.
د نوموړو ۱۲۵۰۰ تنو بهرنیو سرتیرو ۹۸۰۰ تنه يي امریکايي او پاتې ۲۷۰۰ تنه د ناټو ځواکونه دي.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د روان کال د مې په میاشت کې ویلي وو چې د روان میلادي کال په پای کې به په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت پایته ورسوي او د ۲۰۱۵ کال به نیمايي کې په افغانستان کې د پاتې کیدونکو امریکايي سرتیرو شمیره نیمايي ته راټیټه او په ۲۰۱۶ کال کې به خپل ټول ځواکونه د افغانستان نه وباسي.
اوباما ویلي وو چې دوی او ناټو به په نظامي عملیاتو کې ګډون ونکړي او یواځې د افغانستان امنیتي ځواکونو په روزلو کې به مرسته وکړي.
د بله پلوه بارک اوباما تیره اوونۍ د افغانستان په اړه په خپل پلان کې بدلون راوست او خپلو ځواکونو ته يي په ۲۰۱۵ کال کې د نظامي عملیاتو اجازه ورکړه.
ددېنه سمدلاسه وروسته يي په افغانستان کې د خپلو سرتیرو د شمیرې د لوړولو پریکړه وکړه.
ویل کیږي اوباما دا پریکړه پداسې حال کې کړې چې پدې وروستیو کې په افغانستان کې د طالبانو او القاعدې بریدونه د پام وړ لوړ شوي دي .
امریکا پدې پریکړه رسیدلې چې افغان ځواکونه په هیواد کې د طالبانو او القاعدې پر خلاف د مبارزې پوره وړتیا نلري.
د یادولو وړ ده چې د روان میلادي کال په دننه کې په افغانستان کې د طالبانو په بریدونو کې یواځې ۴۶۰۰ تنو افغان ځواکونو ژوند د لاسه ورکړی دی .
امریکا په هیواد کې د رامنځته کیدونکې امنیتي تشې د ډکولو په خاطر افغانستان ته د نورو سرتیرو د استولو پریکړه وکړه .
د ویلو ده چې دا ندي ویلي چې څومره سرتیري به واستوي خو ګمان کیږي چې د زرو تنو نه ډیر وي.
د امریکا دا اضافه سرتیري به په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ۱۲۵۰۰ تنو سرتیرو سره یو ځای د طالبانو او القاعدې پر خلاف مبارزه وکړي.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه