په تركيه كې د افغان كډوالو يوه بله زړه بوږنوونكې تراژيدي.

له ننه شاوخوا اته مياشتې وړاندې د ۲۰۱۴ كال د اپرېل په مياشت كې د ۹ تنو افغانانو جسدونه د تركيې په شمال لوديځ كې د اېديرنې د ولايت په مربوطاتو په يو ځنګل كې پداسې حال كې وموندل شول چې غوښې يې توى شوې او يواځې هډوكي يې پاتې ول.

203329

د تركيې د پوليسو د لومړنيو تحقيقاتو په اساس دا كډوال چې دوه ښځې او درې ماشومان هم ورسره ول په ځنګل كې د سړې هوا له امله مړه شوي او جسدونه يې حيواناتو خوړلي دي. د وژل شوو افغانانو د مړينې د اصلي لامل پرون د تركيې د عدلي طب د راپور د خپرېدا نه وروسته څرګنده شو.
مړينه نه بلكه جنايت
د تركيې د عدلي طب د راپور له مخې ۹ تنه افغان كډوال په ځنګل كې د پېښې په ځاى كې د چره ايز ټوپك واسطه په سرونو ويشتل شوي او جسدونه يې هم هلته پرېښودل شوي دي.
پوليسو ددې جنايت د روښانولو په موخه د وژل شوو قربانيانو د كوچنيو عكسونو نه ګټه پورته كړه چې د پاسپورتونو لپاره اخيستل شوي وو. جنايي پوليسو ددې عكسونو له لارې د تركيې په سوېل ختيځ كې د قهرمان مراش په ولايت كې عكاس خانه وموندله او بيا يې وروسته هغه افغان وموندلو چې دوى يې د عكسونو د اخيستلو لپاره دلته راوړي ول. پدې ډول د جنايت په تور د دوه افغانانو په ګډون څلور تنه د پوليسو لخوا ونيول شول.
د پېښې په اړه څېړنې روانې دي. داسې ويل كيږي چې ۹ تنه افغانان ټول د يوې كورنۍ غړي ول. كيداى شي دا كسان د پېسود ترلاسه كولو له امله وژل شوي وي.
د يادولو وړ ده چې په انقره كې د افغانستان سفارت د پېښې په اړه بې خبري وښودله او د معلوماتو د وركولو نه يې ډډه وكړه.

پيوندونه:

اړوند خبرونه