په پكتيكا كې د واليبال د سيالۍ پرمهال خونړۍ چاودنه وشوه.
د پكتيكا ولايت د يحيى خېلو په ولسوالۍ كې د واليبال د سيالۍ پرمهال چاودنه شوې چې پكې لږ تر لږه ۴۵ تنه چې زياتره يې ملكيان دي وژل شوي او په لسګونو نور ټپيان شوي دي.
د افغانستان د كورنيو چارو د وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې نن د مازیګر په ۴ بجو او ۳۰ دقیقو یو تن ځانمرګي برید کوونکي د پکتیکا ولایت د یحیی خیلو ولسوالۍ د غیبي خیلو په سیمه کې د والیبال د سیالۍ پر مهال د نندارچیانو په منځ کې چاودنه وکړه.
د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې په برید کې ۴۵ تنو ژوند د لاسه ورکړ او ۵۶ تنه نور ټپیان شول. په وژل شوو کسانو کې چې ډیری ملکي وګړي دي سپین ږیري او ماشومان هم شتون لري. د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې دا سیالۍ په سیمه کې د ملي پولیسو په همکارۍ جوړه شوې وه چې برید کوونکي د فرصت نه په استفادې سره د نندارچیانو په منځ کې ځان وچولو.د کورنیو چارو وزارت یاده شوې خونړیزه پیښه په کلکه توګه غندلې ده .