د افغانستان د ولسمشر په لومړي مرستیال د برید پلان شنډ شو

200512
د افغانستان د ولسمشر په لومړي مرستیال د برید پلان شنډ شو

د افغانستان د ملي امنیت ادارې ۵ تنه چې غوښتل يي د ولسمشر په لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم ډله ییز ځانمرګي بریدونه وکړي ونیول.
د افغانستان د ملي امنیت ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي ۵ تنه برید کوونکي چې غوښتل يي د ولسمشر په لومړي مرستیال ډله ییز بریدونه وکړي نیولي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دې برید کوونکو هوډ درلود چې په کابل او مزار شریف ښارونو کې د ولسمشر په لومړي مرستیال دوه جلا جلا بریدونه وکړي چې خپلې موخې ته د رسیدو نه وړاندې ونیول شول.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې ده چې برید کوونکو په لومړنیو څیړونو کې اعتراف کړی چې د ولسمشر په لومړي مرستیال يي د برید کولو هوډ درلود.
ملي امنیت ویلي دي چې د برید کوونکو نه یو تن په مزار شریف کې او پاتې ۴ تنه په کابل کې نیول شوي دي .
برید کوونکو هوډ درلود چې د ولسمشر په لومړي مرستیال مزار شریف ته د تلو پر مهال په مزار شریف ښار کې برید وکړي.
برید کوونکو ویلي دي چې د بریدونو په اړه زده کړې د هیواد د پولو نه بهر کړي دي.
برید کوونکي ټول د افغانستان وګړي دي.

 

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه