دفاع وزارت: د شپې لخوا عمليات به له سره پيل شي.

د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي وويل چې په هېواد كې د امنيت د لا ښه ټينګښت لپاره به ملي امنيت د شورا د طرز العمل په رڼا كې د شپې لخوا عمليات له سره پيل شي.

188909
دفاع وزارت: د شپې لخوا عمليات به له سره پيل شي.

دا پداسې حال كې ده چې د ولسمشر حامد كرزي په اداره كې د سيمه ايزو لخوا د پر له پسې شكايتونو او غندنو نه وروسته د شپې لخوا په عملياتو باندې بنديز لګول شوى وو.
عظيمي وويل چې ددې عملياتو ټوله برخه به د افغان ځواكونو لخوا ترسره شي. د اړتيا په صورت كې به بهرني ځواكونه د استخباراتو او هوايي كمك په برخه كې مرسته وكړي.
عظيمي د ملكي تلفاتو د وېرې په اړه وويل چې د شپې لخوا د ملكي تلفاتو كچه د نورو ټولو عملياتو په پرتله ټيټه ده.
دا پداسې حال كې ده چې پدې وروستيو څو اونيو كې په كابل او يو شمېر لويو ښارونو كې د وسله والو مخالفينو بريدونه زيات شوي دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه