د ۱۲ تنو افغان كډوالو مړي كابل ته انتقال شو.

د تركي چارواكو د څرګندونو له مخې پاتې ۱۳ جسدونه به د راتلونكې چهارشنبې په ورځ افغانستان ته وليږل شي.

185663
د ۱۲ تنو افغان كډوالو مړي كابل ته انتقال شو.


دا مړي نن سهار د آريانا افغان هوايي شركت د يو الوتكې په واسطه د استانبول له ښاره د حامد كرزي نړيوال هوايي ډګر ته انتقال شوي دي.
جسدونه په كابل كې د قربانيانو كورنيو ته وسپارل شول.
د بله پلوه په توره بحيره كې د وركو شوو ۱۲ تنو نور افغانانو د جسدونو د موندلو لپاره اوس هم هلې ځلې روانې دي.
شاوخوا يوه اونۍ وړاندې د استانبول په سواحلو كې د ۴۲ افغانانو د سپرلۍ يوه كوچنۍ كيښتۍ په اوبو كې ډوبه شوه چې په پېښه كې ۲۵ تنه يې مړه، شپږ تنه يې ژغورل شوي او پاتې لا هم ترى تم دي.
دا پداسې حال كې ده چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې د تركيې له لارې اروپايي هېوادونو ته د ناقانونه افغان كډوالو د تګ د مخنيوي لپاره به هلې ځلې وكړي.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه