د ايكسپرس د ورځپاڼې كار كوونكي محاكمه كيږي.

احمدزي ددې مطلب محتوا د مسلمانانو سپكاوى وبللو

167829
د ايكسپرس د ورځپاڼې كار كوونكي محاكمه كيږي.

د افغانستان د ولسمشر اشرف غني احمدزي او اجرايوي ريس عبدالله عبدالله د غوښتنې په اساس د هېواد د اطلاعاتو او كلتور وزارت د ايكسپرس د ورځپاڼې په اړه چې په كابل كې په انګليسي ژبه خپريږي د `` اسلام ضد`` د جنجالي مطلب د خپرولو له امله تحقيقات پيل كړي دي.
كه څه هم تر اوسه پورې ددې ورځپاڼې د كار كوونكو د نيول كېدو خبرونه نشته دى خو د امريكا د واشنګټن پوسټ د ورځپاڼې د خبر له مخې د ايكسپرس يو شمېر كار كوونكي د پوليسو لخوا نيول شوي دي.
د ايكسپرس ورځپاڼې تېره اونۍ د ``د طالبانو د اسلام او داعش`` تر عنوان لاندې يو مطلب خپور كړى وو چې د خلكو د پراخه غبرګون سره مخامخ شو. ويل كيږي چې ليكوال پدې مطلب كې اسلامي اساساتو ته سپكاوى كړى وو. د ايكسپرس ورځپاڼې ددې مطلب د خپرولو له امله بښنه وغوښتله.
د ورځپاڼې مسول مدير څرګنده كړه چې موخه يې د اسلامي مقدساتو په وړاندې سپكاوى نه وو. نوموړي همداراز څرګنده كړه چې نشر شوى مطلب د دوى د نشراتي پالېسۍ سره په ټكر كې دى.
د افغانستان وزيرانو شورا هم نوموړى مطلب وغندلو او د اړوندو قانوني اقداماتو غوښتنه يې و كړه.
د بله پلوه ولسمشر اشرف غني احمدزي د هېواد د يو شمېر علماو سره په ليدنه كې نوموړو ته ډاډ وركړ چې د پېښې د هر اړخيزې څېړنې په موخه به هلې ځلې وكړي.
احمدزي ددې مطلب محتوا د مسلمانانو سپكاوى وبللو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه