په تېرو ۴ كلونو كې د ملي اوردو تلفات د اندېښنې وړ دي.

د افغانستان د دفاع وزارت د يو راپور له مخې په تېرو ۴ كلونو كې د طالبانو سره د جګړې پرمهال د ملي اوردو د ځاني تلفاتو په اړه شمېرې خپرې كړې.

166412
په تېرو ۴ كلونو كې د ملي اوردو تلفات د اندېښنې وړ دي.

د افغانستان د دفاع وزارت د يو راپور له مخې په تېرو ۴ كلونو كې د طالبانو سره د جګړې پرمهال د ملي اوردو د ځاني تلفاتو په اړه شمېرې خپرې كړې. ددې شمېرو په اساس چې د دفاع د وزارت د وياند جنرال ظاهر عظيمي لخوا اعلان شوې د ۱۳۸۸ شمسي كال نه را پدې خوا د ملي اوردو ۵ زره ۹۰۳ تنو سرتېرو خپل ژوند له لاسه وركړى دى.
دا پداسې حال كې ده چې په افغانستان كې د نوي حكومت په وړاندې يو مهم آزمېښت د طالبانو سره د سولې د پروسې په اړه خبرې اترې دي. په نښتو كې د ملي اوردو د سرتېرو تلفات په حقيقت كې د نورو نظامي ځواكونو پر روحيې باندې منفي اغېزه كوي.
د بله پلوه تېره ورځ د كورنيو چارو د وزارت يو تن چارواكي خبريالانو ته وويل چې په هېواد كې د طالب اروپكو په بريدونو كې زياتوالى راغلى دى.
په وروستۍ چاودنه كې چې د شنبې په ورځ د كابل ولايت د څلورمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې وشړع ذ نلي اوردو درې تنه سرتيري ووژل شول او يو شمېر نور ټپيان شول.


پيوندونه:

اړوند خبرونه