حبیب استالف او د پغمان د پیښې ۵ تنه تورن په دار وځوړول شول
د افغانستان لوی څارنوالۍ د حبیب استالف او د پغمان د ډله ییز تیري د پنځو تنو تورنو کسانو د اعدامولو نه خبر ورکړ
150853
د پغمان د ډله ییز تیري ۵ تنه تورن او مافیايي بانډونو یو تن مشر حبیب استالف په دار وځوړول شول.
د افغانستان لوی څارنوالۍ نن د ماسپخین په ساعتونو کې د حبیب استالف او د پغمان د ډله ییز تیري د پنځو تنو تورنو کسانو د اعدامولو نه خبر ورکړ.
د یادولو وړ ده چې د پغمان د ډله ییز تیري د لسو تنو تورنو نه پنځه تنه د اعدام په سزا محکوم شوي ول چې د اعدام سزا يي د پخواني ولسمشر حامد کرزي لخوا تایید شوې وه.