د کابل واشنګټن امنیتي تړون نن لاسلیکیږي

د افغانستان نوی ولسمشر اشرف غني احمد زی په پام کې لري چې نن د کابل واشنګټن امنیتی تړون لاسلیک کړي

144230
د کابل واشنګټن امنیتي تړون  نن لاسلیکیږي

د افغانستان نوی ولسمشر اشرف غني احمد زی نن دوه ډیر مهم تړونونه لاسلیکوي.
د افغانستان نوی ولسمشر اشرف غني احمد زی په پام کې ده چې نن د امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړي.
افغانستان به ددې تړون سره هیواد کې د امریکايي ځواکونو پاتې کیدو ته اجازه ورکړي.
د افغانستان نوي ولسمشر اشرف غني احمد زي ویلي وو چې د لوړې د مراسمو نه یو ورځ وروسته به د کابل واشنګټن امنیتي تړون لاسلیک کړي.
همداشان د افغانستان د نوي ولسمشر یو تن نږدې کس داوود سلطان زوی د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې نن به د کابل واشنګټن ترمنځه امنیتي تړون لاسلیک شي.
نوموړي وویل چې ولسمشر ددینه وړاندې ژمنه کړې وه او په خپله ژمنه ولاړ دی.
د بله پلوه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې جن ساکي هم وویل چې د کابل واشنګټن امنیتي تړون به د سې شبنې په ورځ لاسلیک شي.
نوموړې وویل چې تړون به د امریکا سفیر د ولسمشر او امریکا په استازیتوب لاسلیک کړي.
جن ساکي وویل چې د نوموړی تړون د ۲۰۱۴ کال د پای نه وروسته په افغانستان کې امریکايي ځواکونو پاتې کیدو ته اجازه ورکوي.
د بله پلوه افغانستان به د امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیکولو سره سم د ناټو د سازمان سره هم یو تړون لاسلیک کړي.
د ناټو سازمان هم په پام کې لري چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې په افغانستان کې د خپل ماموریت د پایته رسولو نه وروسته خپل یو اندازه سرتیري په افغانستان کې پاتې کړي.
ویل کیږي امریکا په پام کې لري چې ۹۸۰۰ تنه سرتیري په افغانستان کې پاتې کړي . همداشان ناټو هم د افغانستان سره د تړون د لاسلیک سره به ۲۷۰۰ تنه سرتیري په افغانستان کې پاتې کړی.
د روان کال په پای کې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ناټو ماموریت پایته رسیږي. ناټو او امریکا به خپل ځواکونه د افغانستان نه وباسي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه