اشرف غني احمدزى به سبا ته په كار پيل وكړي.

141953
اشرف غني احمدزى به سبا ته په كار پيل وكړي.

ټاكل شوې ده چې د افغانستان نوى ټاكل شوى ولسمشر اشرف غني احمدزى به سبا د دوشنبې په ورځ د لوړې د مراسمو په ترسره كولو سره په رسمي توګه په كار پيل وكړي.
د افغانستان د چارو د ادارې د څرګندونو له مخې د لوړې په مراسمو كې به د يو شمېر هېوادونو د لوړپوړو چارواكو په ګډون شاوخوا ۱۴۰۰ كورني او بهرني مېلمانه ګډون وكړي.
پدې مراسمو كې به اجرايوي ريس او دواړه مرستيالان يې هم معرفي شي.
د افغانستان ولسمشر حامد كرزى به په سوله ايز ډول د واك د لېږدولو په اړه وينا واوري. همداراز اشرف غني احمدزى او عبدالله عبدالله به هم په پرله پسې توګه ويناګانې واوري.
ټاكل شوې ده چې اشرف غني احمدزى به د لوړې د مراسمو د پاى ته رسېدو سره سم د ماسپښين نه وروسته د ارګ په ماڼۍ كې په كار پيل وكړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه