د غرني د والي مرستیال:اجرستان ولسوالي د سقوط د ګواښ سره مخامخ ده

د افغانستان غزني چارواکیو ویلي دی چې پدې ولایت کې په تیرو پنځو ورځو کې سلو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

140087
د غرني د والي مرستیال:اجرستان ولسوالي د سقوط د ګواښ سره مخامخ ده

د افغانستان غزني چارواکیو ویلي دی چې پدې ولایت کې په تیرو پنځو ورځو کې سلو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د غزني د امنیې قومندان مرستیال سید اسدالله صافي خبري رسنیو ته ویلي دي چې په سلګونو تنو طالبانو د غزني ولایت د اجرستان په ولسوالۍ بردی کړی دی او یاده شوې ولسوالۍ يې محاصره کړې ده .
اسد الله ویلي دی چې په تیرو پنځو ورځو کې په یاده شوې ولسوالۍ کې ۱۰۰ تنه وژل شوي دې چې د ۱۵ تنو د طالبانو لخوا سرونه غوڅ شوي دي .
د یادولو وړ ده چې د غزني ولایت د افغانستان د پلازمینه کابل لپاره ځانګړې استراتیژیک ارزښت لري.
د بله پلوه د غزني د والي مرستیال احمد الله احمدي نن خبري رسنیو ته وویل چې د اجرستان د ولسوالۍ سره يي اړیکې پرې شوي دي او یادې شوې ولسوالۍ د سقوط ویره لیدل کیږي.
نوموړي زیاته کړه چې د مرکز سره يي پدې اړه تماس نیولی دی خو تر دې دمه نوي ځواکونه ندي رارسیدلي .


پيوندونه:

اړوند خبرونه