په مزار شریف کې چاودنې ۲ تنه مړه او ۴ تنه ټپیان کړل

د مزار شریف د زوړ منډوي په چوک کې چاودنې د یوې ښځې او یو ماشوم په ګډون ۲ تنه مړه او ۴ تنه ټپیان کړل

136364
په مزار شریف کې چاودنې ۲ تنه مړه او ۴ تنه ټپیان کړل

د مزار شریف ښار زورورې چاودنې ولرزو.
د مزار شریف د زوړ منډوي چوک د بلخ د بازار ترڅیرمه چاودنه وشوه .
د لومړنیو معلوماتو له مخې په پیښه کېد یوې ښځې او یو ماشوم په ګډون ۲ تنه مړه او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي .
سیمه د امنیتي ځواکونو لخوا محاصره شوې ده .عیني شاهدانو ویلي دي چې برید کوونکي چاودیدونکي توکي په یوه لوټه کې ځای په ځای کړي وو.
د پیښې ټپیان روغتون ته استول شوي دي . د ویلو ده چې مزار شریف په افغانستان کې د باامنو ښارونو په سر کې راځي چې پدې وروستیو کې پدې ښار کې هم کله نا کله چاودنې کیږي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه