امريكا يو افغان د حزب اسلامي سره د اړيكو په تور له هېواده وشړلو.

249474
امريكا يو افغان د حزب اسلامي سره د اړيكو په تور له هېواده وشړلو.

د امريكا د متحدو ايالتونو د فلا دېلفيا يوې محكمې يو تن افغان هېوادوال په افغانستان كې د ترهګري سازمانونو سره د اړيكو په تور له هېواده وشړلو.
د محكمې د قضايي پلاوي په وينا حيات الله داوري چې په امريكا كې د تابعيت لپاره مراجعه كړې وه د خپل ژوند په اړه دروغ ويلي وو او وروسته يې اعتراف كړى وو چې په افغانستان كې د حزب اسلامي د ډلې سره يې اوږدمهالې اړيكې درلودلې.
قضايي پلاوي حيات الله داوري لومړى په دوو كلونو بند باندې محكوم كړ خو وروسته يې ورته امر وكړ چې ژر تر ژره دې د امريكا خاوره پرېږدي.
حيات الله داوري چې ۶۲ كاله عمر لري په ۲۰۰۸ كال كې امريكا ته تللى وو او په ۲۰۱۳ كال كې يې د امريكايي تابعيت د اخيستلو لپاره مراجعه كړې وه.
د يادولو وړ ده چې د ګلبدين حكمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي ډله د امريكا، اروپايي ټولنې او كاناډا لخوا د ترهګرې ډلې په توګه پېژندل كيږي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه