ّّپه ترکیه کې د افغانستان سفارت د خپلواکۍ ۹۵ کلیزه ولمانځله
په ترکیه کې د افغانستان سفارت نن د هیواد د خپلواکۍ ۹۵ کلیزه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ولمانځله.
پدې مراسمو کې د ترکیې د لوړپوړو چارواکیو سربیره په انقره کې دیو زیات شمیر هیوادونو سفیرانو، ډیپلوماټانو ، عسکري اتشو او یو زیات شمیر نورو میلمنو ګډون کړی وو.
همداشان په مراسمو کې په ترکیه کې میشتو افغانانو او محصلینو هم ګډون کړی وو. مراسم د دواړو هیوادونو د ملي سردونو په غږولو سره پیل شول او وروسته په ترکیه کې د افغانستان سفیر امان الله جیهون ګډونوالو ته وینا وکړه .
امان الله جیهون وویل چې د بعضو تخنیکي ستونزو له امله يي د هیواد د خپلواکۍ ۹۵ کلیزه چې د زمري په ۲۸ نیټه وه نن ولمانځله. نوموړي پدې مراسمو کې د ټولو ګډونوالو د ګډون له امله مننه وکړه . سفیر امان الله جیهون په خپله وینا کې د افغانستان او ترکیې د ژورو تاریخي اړیکو او دوستۍ نه یادونه وکړه . همداشان نوموړي د افغانستان سره د ټولو مرسته کوونکو هیوادونو نه هم جلا جلا مننه وکړه.
په غونډه کې بل وینا وال د ترکیې د چاپریال او ښارجوړونې وزیر ادریس ګولوجو د ترکیې او افغانستان د دوستۍ او ژورو اړیکو ته په اشارې سره وویل چې افغانستان لومړنی هیواد دی چې د ترکیې حکومت يي په رسمیت پیژندلی دی . نوموړی زیاته کړه افغانستان په ډیرو سختو شرایطو کې ترکیې ته د مرستې لاس اوږد کړی دی . افغانستان لومړنی هیواد دی چې په ترکیه کې سفارت پرانیستی او ترکیې ته سفیر رالیږلی دی. همداشان د افغانستان پاچا شاه امان الله خان لومړنی بهرنی پاچا دی چې د ترکیې د جمهوریت نه يي لیدنه کړې ده .
نوموړي وویل نن وار زموږ رارسیدلی دی چې د ورور او دوست هیواد افغانستان سره مرسته وکړو. نوموړي وویل چې د افغانستان سره هر ډول مرستو ته تیار دي.