په فارباب کې د طالبانو په برید کې ۲ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ

طالبانو د فاریاب په ولایت کې د پولیسو په یو مرکز د برید سره دوه تنه افغان پولیس ووژل.

121893
په فارباب کې د طالبانو په برید کې ۲ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ

طالبانو د فاریاب په ولایت کې د پولیسو په یو مرکز د برید سره دوه تنه افغان پولیس ووژل.
د فاریاب د امنیې قومندان محمد نبي الهام وویل چې طالبانو د تورپښتو په سیمه کې په پولیسو برید وکړ چې له امله يي دوو تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ. نوموړي وویل چې طالبانو د افغانستان د امنیتي ځواکونو سره په مخامخ ډول سره د جګړې همت او ظرفیت د لاسه ورکړی چې د همدې امله يي چیریکي بریدونو ته مخه کړې ده .
د الهام په وینا د برید نه وروسته په سیمه کې پراخه د پلټنې عملیات پیل شوي دي .
محمد نبي الهام زیاته کړه چې طالبانو د داسو خایینانه بریدونو سره خپلو موخو ته رسیدلی نشي .
طالبانو چې پدې وروستیو کې د فاریاب په المار، قیصار او غورماچ په ولسوالیو کې خپلې اغیزې د پام وړ ډیرې کړي دی نورو ولسواليو ته د خپلو فعالیتونو د غځولو هڅه کوي.
د بله پلوه د فاریاب والي محمد بتاش خبري رسنیو ته ویلي دي چې په فاریاب کې ډیری بهرني طالبان د امنیتی ځواکونو پر خلاف جګړه کوي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه