ولسمشر کرزِی: افغانستان هر څه ژر نوي حکومت ته اړتیا لري

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي نن د شهید د اوونۍ په خاطر په جوړو شوو مراسمو کې یو ځل بیا په دواړو نوماندانو اشرف غني احمد ري او عبدالله عبدالله هر څه ژر د ملي وحدت د حکومت په جوړولو غږ وکړ

119019
ولسمشر کرزِی: افغانستان  هر څه ژر نوي حکومت ته اړتیا لري

د افغانستان  ولسمشر حامد کرزي  نن  یو ځل بیا  د ولسمشر په دواړو نوماندانو هر څه ژر د ملي وحدت د حکومت په جوړولو غږ وکړ.

ولسمشر کرزي  د شهید د اوونۍ په خاطر په جوړولو شوو مراسمو کې چې  د ولسمشرۍ دواړو نوماندانو اشرف غني احمد زي او عبدالله عبدالله هم ګډون کړی وو  غوښتنه وکړه چې په خپلو منځونو کې تفاهم وکړي او د ملي وحدت  حکومت جوړ کړي ځکه چې هیواد هر څه ژر  نوي حکومت ته  اړتیا لري.

ولسمشر کرزي وویل که چیرې نوماندان  همدا نن  هم  په خپلو منځونو کې په تفاهم  ورسیږي  او د حکومت په جوړولو سلا شي  نن  تیار یم  چې  همدا  نن  ورته د لوړې مراسم  جوړ  کړم  او د ولسمشرۍ دنده ورته  تسلیم کړم.

ولسمشر کرزي وویل چې هیواد  نوي حکومت  ته اړتیا لري او دا نوی حکومت باید هر څه ژر په دنده پيل وکړي.

ولسمشر کرزي هیله څرګنده کړه چې د یوې اوونۍ په ددننه کې نوی  حکومت  جوړ  او په دنده  پیل وکړي.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه