اوباما اشرف غني او عبدالله هر څه د ملي وحدت حکومت جوړولو ته وهڅو

د امریکا ولسمشر بارک اوباما تیره ورځ د افغانستان د ولسمشرۍ نوماندانو اشرف غني احمد زي او عبدالله عبدالله سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.

117385
اوباما اشرف غني او عبدالله هر څه د ملي وحدت حکومت جوړولو ته وهڅو

د امریکا ولسمشر بارک اوباما تیره ورځ د افغانستان د ولسمشرۍ نوماندانو اشرف غني احمد زي او عبدالله عبدالله سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.
د سپینې ماڼۍ د معلوماتو له مخې ولسمشر اوباما پدې ټیلیفوني خبرو کې دواړه نوماندان د ملي وحدت حکومت جوړولو ته وهڅول.
ولسمشر اوباما دواړو نوماندانو ته ددې خبرې په ټینګار وویل پرته ددې چې وخت ضایع کړي باید هر څه ژر د ملي وحدت د حکومت په جوړولو کار پيل کړي. اوباما ویلي دي چې په افغانستان کې د ثبات د ټینګولو او هیواد نه د نړۍوال ملاتړ د تحکیم په خاطر ملي وحدت اړین دی.
ولسمشر اوباما یو ځل بیا د افغانستان د حکومت او ملت نه د امریکا په ملاتړ ټینګار وکړ او وویل چې افغانستان سره به مرستو ته دوام ورکړو.
د یادولو وړ ده چې نږدې درې میاشتې مښکې په افغانستان کې د ولسمشرۍ د ټاکنو دویم پړاو ترسره شوی دی خو رسمي پایلې لا تر اوسه اعلان شوي دي .
دا په افغانستان کې لومړی ځل دی چې سیاسي قدرت د ټاکنو له لارې انتقالیږي.
د بله پلوه په افغانستان کې د ملګروملتونو او نړۍوال څارونکو د څار لاندې د دویم ځل لپاره د رای شمیرنې بهیر هم پایته ورسید خو د بعضو ستونزو له امله د ټاکنو پایلې اعلان شوي ندي .
همداشان د افغانستان ولسمشر حامد کرزي تیره ورځ وویل چې د دواړو نوماندانو سره يي په لیدنه کې هر څه ژر د ملي وحدت د حکومت د جوړولو غوښتنه وکړه .


پيوندونه:

اړوند خبرونه