په قندهار کې ځانمرګي برید د ولسوالۍ امنیې قومندان وواژه

د قندهار ولایت چارواکیو ویلی دي چې تیره شپه په یو ځانمرګي برید کې د ولسوالۍ د امنیې قومندان په ګډون درې تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ

117340
په قندهار کې ځانمرګي برید د ولسوالۍ  امنیې قومندان وواژه

د افغانستان د قندهار په ولایت کې په یو ځانمرګي برید کې د یوې ولسوالۍ امنیې قومندان په ګډون درې تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ او لږ تر لږه ۶ تنه نور ټپیان شول.
د قندهار د والي ویاند صمیم خپلواک خبري رسنیو ته وویل چې تیره شپه د ارغستان د والسوالۍ د پولیسو په مرکز کې ځانمرګی برید وشو چې له امله يي د ولسوالۍ د امنیې قومندان په ګډون درې تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
خپلواک زیاته کړه چې په برید کې د ولسوالۍ امنیې قومندان عبدالمناف د دوو تنو ساتونکو سره ژوند د لاسه ورکړی او ۶ تنه پولیس ټپیان شوي دي .
د بله پلوه د نوموړي برید مسولیت طالبانو په غاړه اخیستی دی .
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي خبري رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې د برید مسولیت په غاړه اخیستی او پولیسو ته يي د درندو ځاني زیانونو د اړولو ادعا کړې ده .


پيوندونه:

اړوند خبرونه