افغان حكومت: په تېرو ۲۴ ساعتونو كې ۴۴ تنه وژل شوي.

افغانستان د كورنيو چارو د وزارت د خبري سرچينو د خبر له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د هېواد د كنړ، بغلان، كندز، كندهار، وردګو، غزني، خوست، هلمند او نيمروز په ولايتونو كې د تصفيوي عملياتو په ترڅ كې ۳۵ طالب اورپكي وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي.

118358
افغان حكومت: په تېرو ۲۴ ساعتونو كې ۴۴ تنه وژل شوي.

افغان حكومت: په تېرو ۲۴ ساعتونو كې ۴۴ تنه وژل شوي.
د افغانستان د كورنيو چارو د وزارت د خبري سرچينو د خبر له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د هېواد د كنړ، بغلان، كندز، كندهار، وردګو، غزني، خوست، هلمند او نيمروز په ولايتونو كې د تصفيوي عملياتو په ترڅ كې ۳۵ طالب اورپكي وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي. سربېره پر دې ۶ تنه نور هم د امنيتي ځواكونو لخوا نيول شوي دي. په خبر پاڼه كې راغلي دي چې د عملياتو په ترڅ كې يو شمېر سپكې او درندې وسلې هم د امنيتي ځواكونو لاس ته ورغلي دي.
د بله پلوه د هېواد د دفاع د وزارت وياند ظاهر عظيمي خبريالانو ته وويل چې د طالبانو په بېلابېلو بريدونو كې د اوردو شپږ تنه سرتيري وژل شوي دي.
د كندهار د ولايت د ارغستان په ولسوالۍ كې د طالبانو لخوا په ځانمرګي بريد كې ددې ولسوالۍ د امنيې قوماندان او دوه ساتونكي يې وژل شوي دي.
طالبانو د بريد پړه پر غاړه واخيستله او څرګنده يې كړه چې په بريد كې ۱۰ پوليس وژل شوي او ۸ نو ټپيان شوي دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه