د پغمان د ډله ییز تیري ۷ تنه تورن کسان په اعدام محکوم شول

د پغمان د ډله ییز تیري ۷ تنه تورن  کسان نن د علني محکمې لخوا د اعدام په سزا محکوم شول

116724
د پغمان د ډله ییز تیري ۷ تنه تورن کسان په اعدام محکوم شول

د پغمان  د ډله ییز  تیري  ۷ تنه تورن کسان  نن  د علني محکمې په ترڅ کې  د اعدام  په سزا  محکوم  کړل شول.

 لوی څارنوالۍ  تیره ورځ  د نوموړو ۷ تنه  دوسیه  د ټولو  د څیړونو  د پایته رسولو نه وروسته محکمې ته وسپارله چې  محکمې  هم  نن  نوموړي  ۷ تنه  د اعدام  په سزا  محکوم کړل. 

نوموړي  ۷ تنه د محکمې  لخوا  په ښځو د جنسي تیري، غلا، په ناقانونه توګه د وسلو په ګرځولو، د پولیسو د یونیفورم نه په ناوړه استفادې او په ډله ییز غلا ګانو  تورن کړي دي . 

د یادولو وړ ده چې  یوه څه موده  وړاندې  یوې لس کسیزې  ډلې  چې  د پولیسو  جامې په تن وې  د پغمان  د ده عربانو  په سیمه کې  د پیښې د قربانیانو موټرې  ودرولې  او هغوې يي د موټر نه ښکته  او په سیمه کې  یو باغ ته  یوړل. د کابل د پولیسو په وینا  نوموړې لس کسیزې  ډلې په  څلورړ تنو میرمنو  چې  یوه يي میندواره  او بله يي ۱۷ کلنه  وه  په ډله ییز توګه  جنسي تیري  کړي دي . نوموړو  وروسته  د یادو شوو کسانو نه  ګاڼې او پیسې  د اخیستو نه وروسته  د سیمې نه  تښتیدلي وو. 

د کابل د امنیې قومندان  جنرال ظاهر  ظاهر وویل چې  د نوموړې پیښې نه وروسته په ټول هیواد کې د یادې شوې ډلې د نیولو په خاطر عملیات پیل شول چې  له نیکه مرغه  ۷ تنه يي په کابل او غزني ولایتونو کې  ونیول شول. د ډلې  درې تنه اوس هم  لا درکه دي چې  د نیولو په خاطر يي هڅې دوام لري.

د یادولو وړ ده چې  دې پیښې په افغانستان کې  د خلکو سخت غبرګونونه  پارولي دي . د افغانستان خلک  هر څه ژر  د نوموړې وحشیانه  پیښې د عاملینو  د اعدامولو  غوښتنه کوي.

تیره ورځ  د افغانستان ولسمشر حامد کرزي پرون  د هیواد  د یو زیات شمیر ښځو  سره  په لیدنه کې  ددې خبرې په ټینګار وویل چې  د پغمان د ډله ییز تیري د پیښې د عاملینو د اعدامولو  غوښتنه کړې ده . ولسمشر کرزي ښځو ته په وینا کې وویل چې  د خپلې دندې پر مهال يي تل  د اعدام  سره  مخالفت کړی دی خو د پغمان  د ډله ییز تیري تورنو کسانو ته يي د اعدام غوښتنه کړې ده . ولسمشر کرزي وویل د قاضي القضات نه به د نوموړو ۷ تنو لپاره چې  افغانانو په ناموس يي تیری  کړی د اعدام  غوښتنه وکړي او هر څه ژر  د اعدام  د عملي کولو غوښتنه کوي.

همداشان  نن  د نوموړو ۷ تنو تورنو  کسانو د محاکمې پر مهال  یو زیات شمیر خلک د محکمې د ودانۍ تر څنګ  راټول شوي ول او هر څه ژر  نوموړو کسانو ته د اعدام  د  سزا د ورکولو غوښتنه يي کوله. 

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه