طالبانو په ناټو د افغانستان د اشغال د پایته رسولو غږ کړی دی

په افغانستان کې د طالبانو ډلې د ناټو په سرمشریزه کې د ګډون کوونکو هیوادونو د مشرانو نه د افغانستان د اشغال د پایته رسولو غوښتنه وکړه .

115015
طالبانو په ناټو د افغانستان د اشغال د پایته رسولو غږ کړی دی

په افغانستان کې د طالبانو ډلې د ناټو په سرمشریزه کې د ګډون کوونکو هیوادونو د مشرانو نه د افغانستان د اشغال د پایته رسولو غوښتنه وکړه .
د طالبانو لخوا په شوو څرګندونو کې راغلي دي چې په افغانستان کې د روانو ستونزو یواځنۍ حل لاره د هیواد نه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل دي. طالبانو ویلي دي چې لویدیځ باید د افغانستان اشغال ته د پای ټکی کیږدي.
په څرګندونو کې راغلي دي چې بنې آدم ازاده او خپلواکه خلق شوی دی چې د همدې امله په ازده توګه د ژوند کولو او د ژوند د ټولو حقونو نه برښمند دی . طالبانو ویلي دي چې د زور او وسلو او عسکري لارو څخه د افغانستان ستونزه هیڅوخت نه حل کیږي.
طالبانو ویلي دي چې په نړۍ کې هیڅ کوم ملت د زور او جبر سره بل ملت د خپل کنټرول لاندې نشي نیولی . ددې خبرې ښکاره مثال د دوې ۱۳ کلن اشغال دی چې دم ګړۍ ددوی په لوی شرم باندې بدل شوی دی .
په څرګندونو کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې په افغانستان کې د امریکا په ګډون د ناټو سازمان د لویې ماتې سره مخامخ دی او لویه ماته يي خوړلې ده .
همداشان په څرګندونو کې راغلي دي چې بهرنیو ځواکونو د افغانستان د خلکو ازاده اراده سلب کړې او تش په نامه د ټاکنو سره يي په هغوې خپل لاسپوڅي تحمیل کړي دي .
د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې د ټاکنو د پایلو د اوږدیدو له امله د دفاع وزیر بسم الله محمدي د ناټو په سرمشریزه کې ګډون کړی دی.


پيوندونه:

اړوند خبرونه