افغان افسر عنایت برک په انګلستان کې د سیاسي پناه غوښتنه وکړه

114260
افغان افسر عنایت برک په انګلستان کې د سیاسي پناه غوښتنه وکړه

یو تن افغان افسر عنایت برک چې د ناټو په سرمشریزه کې د ګډون په موخه انګلستان ته تللی وو د نوموړي هیواد نه د سیاسي پناه غوښتنه کړې ده .
د انګلستان د مطبوعاتو د خبر له مخې د عنایت برک په نامه یو تن افغان افسر چې په پام کې وه د ناټو په سرمشریزه کې د افغانستان بیرغ انتقال کړي په لندن کې د سیاسي پناه غوښتنه کړې ده .
ویل کیږي عنایت برک د لندن د هیترو په هوايي ډګر کې پولیسو ته ویلي دي چې د سیاسي پناه غوښتنه کوي.
د انګلستان مطبوعاتو ویلي دي چې عنایت برک د افغانستان د دفاع وزیر د بسم الله محمدي په مشرۍ په هیت کې انلګستان ته راغلی وو.
د بله پلوه د افغانستان د دفاع وزارت بیا د نوموړي خبر پخلی کړی او ویلي دي چې عنایت برک د دفاع د وزارت د هیت غړی نه وو.
د افغانستان د دفاع د وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي ویلي دي چې د مسلې اړوند څیړنې پيل شوي دي.
د ویلو ده چې تمه کیده چې د ناټو پدې سرمشریزه کې د افغانستان نوی ولسمشر ګډون وکړي خو د ټاکنو د بهیر د اوږدیدو او د ټاکنو د نهايي پایلو د نه اعلانیدو له امله د افغانستان په استازیتوب د دفاع وزیر ګډون وکړ.


پيوندونه:

اړوند خبرونه