په غزني کې د ملي امنیت او پولیسو په مرکزونو ډله ییز بریدونه شوي

113179
په غزني کې د ملي امنیت او پولیسو په مرکزونو ډله ییز بریدونه شوي

طالبانو په غزني ولایت کې د ملي امنیت او پولیسو د مرکز تر څیرمه دوه زورورې چاودنې کړي چې له امله يي ۱۸ تنه مړه او ۱۵۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
د غزني والي موسی خان اکبرزاده په وینا چاودنې په دوه لارۍ ډوله موټر کې شوي دي . ویل کیږي دا چاودنې پدې تیرو وختونو کې تر ټولو زورورې او خونړیزې چاودنې دي.
د اکبرزاده په وینا د چاودنو نه وروسته نښتې پیل شوې چې شاوخوا درې ساعته يي دوام پیدا کړ. اکبرزاده ویلي دي چې پدې نښتو کې دوه تنه پولیس وژل شوي دي .
اکبرزاده ویلي دي چې دا ډله ییز بریدونه د ۱۹ تنو طالبانو لخوا شوي دي . نوموړي ویلي دي چې په نښته کې ډیری برید کوونکي د خپو غورځول شوي دي .

همداشان  د غزني ولایت د چټک غبرګون د پولیسو یو تن مشر وویل چې  د طالبانو په برید کې  ددوی اته تنه  پولیس  شهیدان شوي دي . د نوموړي په وینا  دا ډله یيز بریدونه د ۱۹ تنو طالبانو لخوا  شوي ول چې ټول وژل شوي دي 
د بله پلوه د غزني ولایت د دولتي روغتون یو تن ډاکټر تاج محمد وردک بیا خبري رسنیو ته ویلي دي چې روغتون ته څه باندې سل تنه ټپیان راوړل شوي دي .
د ټپیانو نه ۲۳ تنه امنیتي سرتیري دي.
همداشان د ټپیانو نه د بعضو روغتیايي حالت باریکه دی.


پيوندونه:

اړوند خبرونه