كرزى به د ناټو په سرمشريزه كې ګډون ونكړي.

د افغانستان د ولسمشر حامد كرزي وياند ايمل فيضي خبريالانو ته وويل چې د هېواد د امنيت په برخه كې د امريكا د متحدو ايالتونو سره د اختلافاتو له امله به ولسمشر د ناټو په سرمشريزه كې ګډون ونكړي.

109777

فيضي زياته كړه چې په هېواد كې د ولسمشرۍ د ټاكنو د پايلو د نه اعلان په صورت كې به د افغانستان په استازيتوب د ملي دفاع وزير بسم الله خان ګډون وكړي.
دا پداسې حال كې ده چې د انګلستان لومړي وزير ډېوېډ كامرون پخوا د ولسمشرۍ د دواړو كانديدانو سره د ټېلفون پر كرښه د خبرو پرمهال دواړو ته يې په سرمشريزه كې د ګډون بلنه وركړې وه.
د ناټو سرمشريزه چې د سپتمبر په څلورمه او پينځمه نېټه به په انګلستان كې ترسره شي د ناټو د غړو هېوادونو اړوندو نړيوالو مسايلو باندې به خبرې وشي او په راتلونكې د افغانستان سره د مرستو په اړه به بحث وشي.

پيوندونه:

اړوند خبرونه